اسلام آباد 24 اکتوبر (اے پي پي)د خارجه دفتر وياند ډاكتر محمد فېصل وئېلي دي د كشمير په مسئله د پاكستان مؤقف كښې كوم بدلون نه دې راغلې او نه به راشي٬د كرتار پور صاحب زيارت لپاره د راتلوونكو په پاسپورټ به كوم سټېمپ نه لګېږي ٬وزيراعظم عمران خان به په 9 نوم??ر ?? دې باقاعده پرانسته كوي٬دا اقدام پاكستان كښې د اقليتونو يو برا??ر ??قونو په حقله د پاكستان د سوچ عكاسي كوي ۔دې لپاره كومې ويزې ته حاجت نشته٬د ه??د د اړخه به په لسو ورځو كښې د ياتريانو د وړاندې څخه فهرست وركول لازمي و??۔د زيارت په ورځ د كرتارپور په زيرو پوائنټ د تاريخي كارتار پور صاحب راهدارۍ پرانستلو په لوظ نامه لاس ليك اوشو۔په لوظ نامه د پاكستان د اړخه د خارجه دفتر وياند او د سوئېلي آسيا او سارك ډائرېكټر جنرل ډاكټر محمد فيصل دغسې د ه??د د اړخه د خارجه چارو وزارت جوائنټ سېكتر او د مذاكراتي ډلې مشر اېل سي اېل داس لاس ليك وكړو۔په دې موقع ډاكټر محمد فيصل ووئيل دا راهداري به په اونۍ كښې 7 ورځې د ياتريانو لپاره پرانستلې وي دغسې ياتريان به سهار راتللو سره د زيارت كولو نه پس ماښام بېرته ځي٬د ورځې به 5 زره ياتريان راتللې شي خو په دې كښې زياتوالې هم كېدې شي۔ده ووئيل په كرتار پور كښې د سيكهانو ګ??در??اره جوړه شوې كومه چې په ټوله نړۍ ك??ې منفرد ده ۔د اقليتونو په اړه دا د پاكستان د سوچ عكاسي كوي ۔ده ووئيل مونږ د كوم بل سوچ ذمه وار نه يو٬دلته د راتلوونكو ياتريانو لپاره به كومه ويزه نه و??۔د سپيځلتيا لپاره پاسپورټ سكين كولو سره به ياتريانو ته اجازه وركولې شي دغسې په پاسپورټ به كوم سټېمپ نه شي لګولې۔ ده ووئېل وزيراعظم به په 9 نوم??ر ?? دې پرانسته كوي او د دې لپاره به يوه لويه دستوره كېږي ۔ده ووئيل په 7 ٬ 8 مياشتو كښې دا كار بشپړ شوې۔دې لپاره د ټولو اړوندو ادارو٬محكمو او وزارتونو مننه كوو٬دا يو مشكل عمل ؤ او د ه??د سره د خبرو اترو تاريخ كله هم آسان نه دے