اسلام آباد ۔ 11 ستمبر (اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي هند ?? جموں وكشمير خصوصي حېثيت ختم??لو سره دغلته آبادياتي تناسب بدلول غواړي۔ مونږ امن غواړو ولې په ختيز كښې مونږ د پراخا كېدو عزم لرونكې اتومي هېواد هند ??ر سره مخ يؤ۔ ??يم?? ايزې سلامتيا ته د پېښو چېلنجونو باوجود د پاكستان د فكر تږلاره ګڼ اړخيزه ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورؤ په ورځ جنېوا كښې سېنټر فار سېكورټي پالېسي كښې د “زمونږ خارجه پالېسي او د ??يم?? ايزې سلامتيا اړخونه ” په سرخط ??يم??نار ته خطاب وكړه ۔ خارجه وزير ووئيل د پاکستان د خارج پالسي په تشكيل كښې زمونږ د ځانګړې جغرافيائي حېثيت ډېرعمل دخل دے۔ ده ووئيل هند ?? اګست په 5 مه نېټه د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو خلاف ورزي ك??لو سره په زور د مقبوضه ??شمير خصوصي حېثيت ختم كړو او اوس دغلته آبادياتي تناسب بدلول غواړي۔ شاہ محمود قرېشی ووئيل د بشري حقونو كونسل غونډه كښې زما ګډون ك??لو مقصد نړۍ د هند لخوا مقبوضه جموں وكشمير كښې د روانو بشري حقونو سختو خلاف ورزيو څخه خبرول دي او دا يوازې مونږ نه كوو بلكې دا وخت د برطاني پارلېمان ٬ او آئی سی، اېمنسټی انټرنېشنل ، هیومن رائټس واچ، واشنګټن پوسټ او د نیویارک ټائمز په ډول نورې ادارې هم د هندي ظلمونو په ضد غږ پورته كوي۔ ده ووئيل بهرنيو چېلنجونو سره سره داخلي استحكام او د معيشت ښه والې هم زمونږ د حكومت په ترجيحاتو كښې شامل دے