اسلام آباد 04 ستمبر (اے پي پي) وزير اعظم عمران خان د سرمايه كارۍ بورډ چيئرمېن ته امر كړې چې ټولو وزارتونو د كاروبار په احقله چارې آسانولو ٬ د غېر ضروري اجازت ن??مو او ضابطو په ختمولو دې كار تند كړې شي او په دې لړ كښې دې اوون??ز راپور وړاندې كړې شي۔ وزيراعظم دا مر د شورو په ورځ د سمال اينډ مي??يم انټرپرائز لپاره په كاروبار كښې آسانۍ پېدا كولو لپاره د پورته كړو اقداماتو په اړ?? د بريفنګ مشرۍ په مهال وكړو ۔ په غونډه كښې د اطلاعات او خپرونو خاص مرستياله ډاکټر فردوس عاشق اعوان، سرمايه كارۍ بورډ چيئرمېن زبېر ګېلاني او نورو لوړ پورو ګډون وكړٶ۔ وزيراعظم ته د سرمايه كارۍ بورډ چيئرمېن اېس اېم ايز لپاره د آسانۍ پېدا كولو په اړ?? تر اوسه د پورته كړو ګامونو په اړ?? تفصيلي بريفنګ وركړو۔ وزيراعظم ته ووئيل شول د كوچنۍ او مېنځنۍ درجې كاروبار پېل كولو او په دې لړ كښې د ضروري اجازت ن??مو او رجسټرېشن عمل په كمپيوټرائزډ او آټومېټك كولو كار روان دے دغسې چرته چې طريقه كار آسان شي٬ هلته سپېځلتيا اراشي و د سرې فيتې خاتمه هم وكړې شي ۔ وزيراعظم ته ووئيل شول سمال اينډ مي??يم انټرپرائز پاليسي فريم 24-2019 جوړوٶ۔ په دې موقع وزيراعظم ووئيل اوسنې حكومت هڅه كوي چې ادارې او نظام په جديد خطوط روانولو لپاره ټول ترلاسه وسائل ټېكنالوجې په بشپړه توګه وكارولې شي۔ وزير اعظم ووئيل د قانون وزارت سره مشاورت وكړې او په لوظن??مو د عملدرآمد په اړ?? معاملې او د لېنډ ريونيو رېكارډ لا منظمولو ته خاص پاملرنه وكړئ