اسلام آباد 05 اګست (اے پي پي) د آزاد کشمير سياسي قيادت د هن?? لخوا د مقبوضه كشمير خاص حېثيت ختمولو سره د هن??ي پرېكړې رياست څخه د انخلاء په پروانه خپل د لاسليك كولو مترادف ګرځولو سره وئيلي دي چې٬ چې قدام سره هن?? تش د نوم سېكولر مخ په ډاګه كړېدے، د تش د نامې د كومې لوظنامې په بنياد چې هن?? كشمير ته خپل اټوټ انګ وائي ٬ اوس دا پرېكړه كولو سره هن?? دا تسلم كړې چې هن?? د تېرو 70 كالو راهسې د طاقت د لارې په كشمير خېټه اچولې وه٬ د هن?? لخوا د جبر او تشدد دا لړۍ تر ډېره وخته نشي چلېدې۔ د ګل په ورځ د هن?? لخوا د مقبوضه کشمير پحقله د هن??ي آئين آرټيکل 35 اے او 370 د ختمولو په پرېكړه د خپل غبرګون څرګندونه كولو سره د آزاد جمو كشمير اولس مشر مسعود خان ووئيل هن?? چې د مقبوضه کشمير خاص حېثيت ختمولو لپاره كوم قدم پورته كړې ھغې سره د هن?? ناوړه څيره د نړۍ او كشميريان په وړاندې په ډاګه شوې ده٬ کشمير يوه مقبوضه سيمه ده چرته چې هن?? اته لكه پوځ سره سوله ايز كشميريانو سره جنګ كوي۔ د هن?? دا اقدام د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قرارداد لمبر 91 او 122 خلاف ورزي او د جمو كشمير پحقله د ملګرو ملتونو د اړوند قراردادونو نفي ده۔ د کل جماعتي حريت کنفرنس آزاد کشمير چيپټر پخواني کنوينر محمد فاروق رحماني دفعه 370 د ختمولو او جمو او كشمير هن?? كښې ضم كولو لپاره د هن??ي اولس مشر د حكنامے غندنه كولو سره وئيلي دي چې دا پرېكړه ډېره خطر ناكه٬ د ملګرو ملتونو د قراردادونو په ضد او د نړيوالو قوانينو خلاف ورزي ده۔۔ ده ووئيل د هن??ي اولس مشر د حكمنامے باوجود به د خپلواكۍ حق لپاره خپلې هڅې روانې ساتي۔ د جمو کشمير لبرېشن فرنټ چيئرمين سيد توقير ګېلاني ووئيل نن د كشمير په اړه توره ورځ ده خو دې سره سره د هن?? لخوا د كشمير حېثيت د بدلولو اعلان د كشميريانو د آزادۍ د غوښتنې د تسليمولو ورځ ده۔ ده ووئيل مودي به هن?? لپاره ګوربا چوف ثابت شي او د ده د لاسه به هن?? ټكړې ټكړې شي۔ نوموړي كشميري دانشور راجه مظفر خان ووئيل د اولس مشر ټرمپ د ثالثۍ اعلان نه پس هن?? هڅه كوي ھغه په افغانستان كښې د پاكستان پوزيشن ته زيان رسول غواړي۔ د آزاد كشمير پخواني اولس مشر سردار عتيق احمد خان ووئيل د طاقت په زور نه خو وړاندې هن?? كشميريان غلې كړې شوې وو او نه به بيا لپاره دوي غلې كړې شي۔ ده ووئيل نړيواله ورورولي دې د كشمير كشالې هواري لپاره خپل كردار ولوبوي