واشنګټن 24 جولائي(اے پي پي) خارجه و??یر شاہ محمود قرېشي وئيلي دې چې د وزیراعظم عمران خان ?? امريكې دوره د توقع څخه زياته كاميابه وه٬ په ټوله امريكا كښې د جشن ماحول ٶ٬ د پاكستان او هند ?? امن په لاره كښې د كشمير كشاله لوئ خنډ دے٬ په مقبوضه كشمير كښې حالات خرابېږي٬ د كشمير مسئلې په هواري كښې امريكا كردار ترسره كولې شي۔ دا خبرې خارجه وزير نجي ټي وي سره كړې۔ شاہ محمود قرېشي ووئيل وزیراعظم عمران خان سره ?? امريكائي اولس مشر ښه رويه په تاريخ كښې په وړومبي ځل ليدلې شوې٬ وزيراعظم د سپينې ماڼۍ ھغه برخې هم وليدلې كومې چې كله پرانستلې شوې نه وي۔ د وزیراعظم عمران خان ?? امريكې دوره د توقع څخه زياته كامياب وه٬ په ټوله امريكا كښې د جشن ماحول ٶ ٬ خلكو په سړكونو بېرغونه هسك كړې ؤ ٬ کېپټل هل ته د تللو په وخت خلكو په سړكونو د وزيراعظم هركلې كړې٬ کېپټل هل كښې د كانګرېس غړو پشمول نورو خلكو عكسونه جوړول۔ د پاك و هند ?? امن په لاره كښې د كشمير كشاله خنډ دے٬ په مقبوضه كشمير كښې حالات خرابېږي۔ د يوې پوښتنې په ځ??اب خارجه وزير ووئيل د هند او امريكې اړيكې د خپل نوعيت دي خو ٬ د كشمير مسئلې په هواري كښې امريكا كردار ترسره كولې شي په دې لړ كښې اولس مشر ټرمپ واضح بيان وركړې دې٬ دا د پاكستان لويه كاميابي ده