کراچۍ 10 جولائی (اے پی پی) د پاکستان اسټاك ایکسچینج نمائندګانو د وفاقی حکومت په معاشی پالیسیو د ب??ور څرګندونه كړې د??سې ??زی??اع??م عمران خان وئيلې دي تيرو حکومتونو مارکیټ د خپلې ذاتی ګټې لپاره كارولې، اوس به په معیشت او مارکیټ كښې استحکام راشي۔ ده دا خبره د شورو په ورځ د پاکستان اسټاك ایکسچینج او بنکارانو پلاوي سره د ملاقات پھ مهال وكړه۔ ملاقات كښې د سندھ ګورنر سندھ عمران اسمعیل، علی زیدی، حماد اظهر، فیصل واوډا، عبدالرزاق داؤد، ډاکټر عبدالحفیظ شیخ، ډاکتر عشرت حسین، سید شبر زیدی، سید زبیر حیدر ګیلانی، ډاکټر رضا باقر موجود وؤ۔ د پاکستان اسټاك ایکسچینج پلاوي كښې سلمان مهدی، اشرف بھاونے، شهزاد چمیدہ، احمد چنائے، عابد علی حبیب، ناز خان، سعد امان خان، بشیر جان محمد، عقیل کریم ډھیډی، عارف حبیب او کامران ناصر شامل وؤ د??سې د بنکارانو په پلاوي كښې یوبی ایل، نېشنل بنك، حبیب بن??، میزان بنك، الفلاح او جے اېس بنك نمائندګان هم په دې موقع موجود وؤ۔ د صوبائی اسمبلۍ غړو كښې فردوس شمیم نقوی، حلیم عادل شیخ او خرم شیر زمان ناست وو۔ ملاقات كښې د پاکستان اسټاك ایکسچینج پلاوي د حکومت په معاشی پالیسیو د ب??ور څرګندونه وكړه او لا ښه والي له ئې تجاویز وړاندې كړل۔ ??زی??اع??م د پلاوي سره په خپلو خبرو كښې ووئيل تيرو حکومتونو مارکیټ د خپلې ذاتی ګټې لپاره استعمال کړې، اوس به په معیشت او مارکیټ كښې استحکام راشي۔ ده ووئيل د ملاقاتونو دا سلسله به روانه وي د??سې چې حکومت د ټولو د مشورو څخه استفاده وكړي