اسلام آباد 08 جون (اے پي پي﴾ د توان وفاقي وزير عمر ايوب خان وئيلي دي چې الحمدالله په رمضان او اختر كښې په كاميابې سره د برېښنا وركړې او په سمدستي توګه د خر??بې لرې كولو نه پس د خالي په ورځ په ټول هېواد كښې د معمول له مخې لوډ مېنجمنټ پېل شو۔ د خالي په ورځ په خپل ټويټر پېغام كښې وفاقي وزير ووئيل چې په 80 فيصده فېډرو زيرو لوډشېډنګ او په نورو د غلا له امله د زيان په تناسب سره لوډ مېنجمنټ كېږي۔ مونږ په ټول هېواد كښې لوډ مېنجمنټ ختمولو لپاره هڅې كوو او په دې لړ كښې زمونږ خاص ډلې د غلا په ضد بوخت دي۔ كه ست??سو په سيمه كښې د څو ساعتونو اعلانيه لوډ مېنجمنټ دے نو ت??سو ته ??وا??ت دے چې د برېښنا د غلو په ضد زمونږ ملګرتيا وكړئ٬ بل په وخت ادا كړئ چې دغسې ست??سو سيمه هم د تعطل نه بغېر برېښنا لرونكې سيمه جوړه شي?? انشاالله د بدلون په سفر كښې مونږ او ت??سو يو ځائ يو۔