اسلام آباد 03 فروري (اے پي پي) د وزيراعظم ??مران خان په مشرې كښې د پنجاب حكومت انتظامي او مالي استعداد زياتولو لپاره په لاهور كښې غونډه وشوه۔ په غونډه كښې د پنجاب وزيراعلٰي عثمان بزدار٬ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير فواد حس??ن٬ د سمندر پورې پاكستانيانو وزير سيد ذوالفقار بخاري٬ د روغتيا وفاقي وزير ډاكټر عامر كياني٬ خاص مرستيال نعيم الحق٬ د پنجاب سينئر وزير عليم خان٬ د كركيلې وزير ملك نعمان لنګړيال٬ د خزانې وزير مخدوم هاشم جوان بخت٬ د كورونو وزير مي?? محمود الرشيد٬ د اوبه خور وزير محمد محسن لنګړيال٬ د روغتيا وزير مي?? محمد اسلم اقبال او د بېلا بېلو محكمو اعلٰي چارواكو ګډون وكړو۔ د اتوار په ورځ د وزيراعظم ?? دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخې په غونډه كښې معاشي پرمختګ ترلاسه كولو لپاره د ټېكنالوجې ٬ سرمايه كارې او د هيومن ريسورس كارولو په تجويزونو غور وكړے شو۔ معاشياتو كارپوهه ډاكټر سلمان شاه غونډې ته تفصيلي بريفنګ وركړو۔ په غونډه كښې د كركيلې٬ صنعت٬ توان٬ انفراسټركچر او هنر مند افرادي قوت زياتولو لپاره په اقداماتو غور وكړے شو۔ د بريفنګ په مهال ووئيل شول چې په پنجاب كښې د كركيلې او صنعتي پېداوار د مصنوعاتو د تنوع ضرورت دے۔ په غونډه كښې د پنجاب 50 ښارونو او 36 ضلعو پرمختګ لپاره په پلان بريفنګ وركړے شو او په دې خبره زور راوړل شو چې بايد كم نه كم 15 ښارونه معاشي مركز وګرځول شي۔ وزيراعظم ??مران خان ووئيل چې د اولس خېر ښېګړې لپاره د انتظامي ډهانچې د تنظيم نو سخت ضرورت دے۔ وزيراعظم ?? پنجاب په اړه د اړوند حكمت عملې منظوري وركړه او وې وئيل چې و??اقي حكومت به په دې لړ كښې هر ډول ممكنه مرسته كوي۔