اسلام آباد 24 دسمبر(اے پي پي) د بابائے قوم قائداعظم محمد علي جنا?? ﴿??ح﴾ د ولادت 143مه ورځ به ﴿نن﴾ د نهې په ورځ په عقيدت او احتر??م لمانځلې شي۔ قائداعظم ﴿رح﴾ د دسمبر په 25مه نېټه كال 1876م كښې په كراچې كښې زېږېدلې و۔ ده ابتدائي زده كړې په كراچې كښې وكړې او د دې نه پس لوړو زده كړو لپاره لندن ته لاړو۔ ده په كال 1886م كښې د قانون ډګري ترلاسه كړه او وطن ته راستنېدو سره ئې لي??ل كېريئر پېل كړو۔ بيا وروستو ده په آل انډيا مسلم ليګ كښې ګډون وكړو او د نيمې وچې مسلمانانو لپاره ئې د جلا وطن ترلاسه كولو هڅې پېل كړې۔ د هغه په هڅو په كال 1947م كښې د اګست په 14مه نېټه پاكستان ??زاد شو۔ د قائد د ولادت په ورځ به هغه ته پېروينه وړاندې كولې شي۔ په دې موقع به عامه رخصتي وي۔ په كراچې كښې به د قائد په مزار قرآن خواني كولې شي۔ د دې ورځې په مناسبت به په ټول هېواد كښې خاص پروګرامونه كولې شي۔ په دې موقع به په پاكستان ټېلي ويژن او راډيو پاكستان ?? پاكستان ??تر لارښود ته د عقيدت پېرزوينه وړاندې كولو لپاره خاص پروګرامونه خپرولې شي۔