اسلام آباد 11 دسمبر (اے پي پي) د پیټروليم وف??قي وزير غلام سرور خان وئيلي دي چې هېواد ته د پیټروليم د ځايې ذخيرو د پائيدار پرمختګ او سپ??ائي ضرورت دې٬اوسنې حكومت به د هېواد په درآمدي بل قابو موندلو لپاره د پیټروليم نور بلاكس معرفي كوي۔ده دا خبرې د نهې په ورځ د تېل او ګاز د لټون او پیداوار په اړه كلن ټېكنيكل كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړی۔د دې كنفرنس اهتمام پاكستان اېسوسي اېشن آف پیټروليم جيو سائنټسټس اينډ سوسائټي آف پیټروليم انجينئرز پاكستان كړې و۔وفاقي وزير كنفرنس ته په خپله وېنا كښې ووئيل چې دا كنفرنس هېواد ته د توان ورپیښو ستونزو په تناظر كښې درست اقدام دې دې سره به د دې څانګې د بهترۍ تجاويز مخې ته راشي۔ده ووئيل چې تېره مياشت د تېل او ګاز لټون په لړ كښې بلاكس ترلاسه كولو لپاره د كمپنو ګډون د ډاډ وړ دې۔په دې موقع د پیټروليم وف??قي سېكتر ميا اسد حيا الدين هم وېنا وكړه۔په كنفرنس كښې د تېل او ګاز څانګې سره تړون لرونكو د 40 نه زياتو كمپنو استازي او د هېواد او بهرنيو هېوادونو نه 1500 استازي ګډون كوي