اسلام آباد 18 نومبر (اے پي پي) وفاقي وزير علي امين خان ګنډاپور په مقب??ضه كشمير كښې د هند لخوا د تشدد د روانو كارروائيو سخته غندنه كړې او وئيلي ئې دي چې په مقب??ضه كشمير كښې په بې ګناه كشميريانو هره ورځ ظلم او تشدد كولې شي او كشميريان ماورائے عدالت قتلولې شي۔ د اتوار په ورځ په خپل يو بيان كښې ده ووئيل چې په ظلم او بربريت كښې د هند پوځ دومره ړوند شوے چې يو خوا د دولس او ديا??لس كلونو كشميري ماشومان په نښه كوي او بل خوا د مقب??ضه كشمير مشران او مېرمنې هم د هندي ظلم او تشدد نه بچ نه دي۔ ده ووئيل چې كشميري مشران سيد علي ګېلاني او د آسيه اندرابي پشان مېرمنې د هندي حكومت د بې بنسټه تورونو له امله نظربند او ګرفتار ساتل شوي دي چې دغسې د كشميريانو د خپلواكې حق لپاره جائزې هڅې تر پښو لاندې كړې شي۔ ده ووئيل چې د پاكستان حكوم?? او اولس به په ټولو نړيوالو فورمونو د كشميري ??ړو??و ترجماني كوي او د دوي اخلاقي٬ سفارتي او سياسي ملاتړ به روان ساتي۔