اسلام آباد/مکه مکرمه ۔ 19 اګست (اے پی پی) د حج فريضه ادا كولو له ګردې نړۍ څخه حجاز مقدس ته رسېدونكي د لكھونو په شمېر كلمه ويونكي (نن) د ګل په ورځ د حج تر ټولو لوئې ركن وقوف عرفه ادا كوي۔ د اتوار په ورځ د ذوالحجې 8 مه نېټه حج كوؤنكي د من?? مېدان كښې خېمو كښې تېره كړه۔ د ذوالحجې په 9 مه نېټه د ګل په ورځ د حج فرض ادا كولو له دوئي مېدان ??رفات ته ځان ????وي چرته به چې دوئي نمره جومات كښی د حج خطبه اورېدو نه وروستو د ماسپخين او ماځيګر لموځونه يو ځائې ادا كوي۔ د ماځيګر او ماښام ترمينځھ به وقوف عرفه وي۔ دا د قبوليت هغه ګھړۍ دي كومو كښې چې الله رب العزت دعا نه رد كوي له دې كبله په دې مهال حاجيان ??ېبان په چغو چغو ژاړي او پروردګار نه د خپلو مرادونو ترسره كېدل غواړي۔ د لمر پرېوتو سره سمدستي د عرفات مېدان پرېښودلو حكم دے ځكه حاجيان ??ېبان ??ه د عرفات مېدان ??دونو څخه وتلو سره مز??لفه ته روانېږي۔ مز??لفه كښې شېطان ويشتلو له كنكر غونډولو سره سره به حاجيان ??ېبان ??غلته د ښكاره آسمان لاندې شپه كوي او مز??لفه كښې د ماښام او ماسخوتن لمونځونه به يو ځائې ادا كوي۔ د شپې تېرېدو نه وروستو به حاجيان ??ېبان ?? سحر لمونځ ادا كوي او دې نه وروستو به من?? ته ځي چرته به چې شېطان په كنكرو ويشتلو ٬ قرباني كولو او د سر وېښته اخستلو يا پاك لرې كولو څخه وروستو احرام پرانېزي۔ د ذوالحجې په 11 مه نېټه هم د درې شېطانانو د ويشتلو حكم دے۔ په 12 مه ذو الحجة د آخري شېطان ويشتلو څخه وروستو حاجيان ??ېبان مكې مكرمې ته بېرته تلې شي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د ذوالحجې 10 ٬ 11٬ او 12 مه نېټھ من?? كښې تېرول د حج لازمي ركن دے۔ په دې مهال طواف زيارت له حاجيانو له مكې مكرمې ته تلل لازمي دي۔