شيخوپوره 25 مئي (اے پي پي) وزيرا??ظم شاهد خاقان عباسي وئېلي دي چې پاكستان مسلم ليګ(ن)به د كاركردګۍ او خذمت پھ بنياد په ټاكنو كښ?? برخه اخلي٬اولس به مسلم ليګ(ن)كاميابوي٬اولس دې وفادارۍ بدلونكو څخه ځان وساتي او ټاكنو كښ?? دې هغوي له د دې ځواب وركړي٬مونږ په ټول هېواد كښ?? د پرمختيائي كارونو جال غزولې۔ده د جمعې په ورځ د شېخوپوره نه علاوه ماناواله كښ?? د ګاز وركولو منصوبې پرانستې دستورې ته خطاب كولو۔پھ دې موقع د دفاعي پیداوار وفاقي وزير رانا تنوير حسېن او نور هم موجود وو۔وزيرا??ظم ووئيل د شېخوپوره اولس په جوش او جزبې سره پاكستان مسلم ليګ(ن)تل له كامياب كړی٬هغه جزبه نن هم موجود ده۔د نورو ښارونو او حلقو پشان به د جولائي په ټول ټاكنو كښ?? يو ځل بيا د سيمې اولس مسلم ليګ(ن)كاميابوي۔ده ووئيل پاكستان مسلم ليګ(ن)په ټول هېواد كښ?? رېكارډ پرمخيائي كارونه كړي٬يوازې شيخوپوره كښ?? د لس اربه روپو پرمختيائي كارونه شوي۔د مسلم ليګ(ن)حكومت نه علاوه كوم بل حكومت شېخوپوره ته پام لرنه نه ده كړی۔وزيرا??ظم ووئيل نن چې تاسو كوم ځاې ته ځاې نو هلته به د مسلم ليګ(ن)پرمختيائي كار په نظر راځي۔اولس به د كاركردګۍ په بنياد راراونو ټول ټاكنو كښ?? مسلم ليګ(ن)كاميابوي۔ده ووئيل كله چې پھ 2013 كښ?? مونږ اقتدار سنبهال كړو نو هغه وخت پھ هېواد كښ?? ګاز نه وو٬نن په ټول هېواد كښ?? زيات مقدار كښ?? ګاز موجود دې٬ 16 لكه نوې كنكشنې وركړی شوي او ټولې كنكشنې په مېرټ وركړی شوي۔ده ووئيل مسلم ليګ(ن)چې په پنځو كلونو كښ?? كوم كار كړې په 65 كلونو كښ?? مثال نه لري۔وزيرا??ظم پھ فاټا كښ?? د 70 كالو پخوانې نظام رائج وو٬كوم چې بدل كړی شوې٬نن د هغه ځاې وګړي وائي چې د هېواد د پاتې برخو وګړو ته په 1947 كښ?? آزادي ترلاسه شوې وه او مونږ ته په 2018 كښ?? نصيب شوه۔ده ووئيل څوك چې په 1500 ورځو كښ?? كار ونه وكړي هغوي نن د 100 ورځو پلان وركوي٬هغه چې د كوم كار كولو وعدې كوي٬مسلم ليګ(ن)هغه ټول كارونه كړي٬مونږ پنځه كاله د او??س خذمت كړې٬اولس دې د وفادارو بدلونكو څخه ځان وساتي٬څوك چې د ګوند وفادار نه وي هغه د اولس وفادار هم نه شي كېدې٬اولس دې ټول ټاكنو كښ?? د هغوي پريكړه د ووټ د لارې وكړي۔وزيرا??ظم ووئيل باور لرو چې د هېواد د نورو برخو پشان به د شېخ پوره او ماناواله وګړي مسلم ليګ(ن)كامياب كړي۔ده ووئيل نواز شريف پاكستان له پھ نړۍ كښ?? عزت او قوت وركړی٬ 20 كاله وړاندې نواز شريف هېواد اتومي طاقت جوړ كړی٬اولس ته معلومه ده چې مسلم ليګ(ن)هېواد معاشي قوت جوړولې شي۔ده ووئيل راروان وزيرا??ظم او اعلٰی وزير به هم د مسلم ليګ(ن)وي۔په دې موقع ده ماناواله له د تحصيل درجه وركولو٬د سټېډيم جوړولو٬سيمه كښ?? د ګاز وركولو او نورو منصوبو اعلانونه وكړل۔وزيرا??ظم وفاقي وزير رانا تنوير حسېن له راروانه اونۍ كښ?? پھ سيمه كښ?? د ګاز د يوې بلې منصوبې پرانستې سپارښتنې كولو سره ووئيل چې په سياست كښ?? د رانا تنوير د كاميابۍ وجه په هر ډول حالاتو كښ?? د ګوند سره د هغه وفاداري ده٬هغه سياست كامياب وي كوم چې د سيمې اولس او د هېواد په خذمت اډانه وي