اسلام آباد 08 مئي (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي پاکستان او س??ود?? د تاریخ، مذ??ب او كلتور په ژورو خپلوليو تړلې شوې چې مثال ئې نه موندې كېږي ٬ سباٶن كښې به دا اړيكې لا ژورې او قوي شي۔ اولس مشر دا خبرې د س??ود?? د تعليم نائب وزیر ح??اد نصیر اے المهریج سره وكړې چا چې د نهې په ورځ ده سره ايوان صدر كښې د خپل پلاوي سره ملاقات كولو۔ په دې موقع د س??ود?? عرب سفير نواف بن سعد المالکي، د اسلامك افيئرز وزارت ٬د دعوۃ و ګائیډننس غړې عبدالعزیز عبداللہ الفلاح، د خزانې وزارت غړې محمد سعد القهبانی، د داخله وزارت غړې ابراهیم صالح آئی الحدودیتي، د انسټي ټیوټ آف پبلك اېډمنسټرېشن غړې محمد احمد اے المغدوني، د تعليم د نائب وزير سېكتر فهد ابراہیم اے السقیهي،د نړيوال اسلامك پوهنتون اسلام آباد رېكټر پروفېسر ډاکټر معصوم یسین زئی او صدر پروفېسر ډاکټر یوسف اے الدروېش هم موجود وو۔ اولس مشر ووئيل د لوړې كچې د پلاويو دورې سره به د دواړو هېوادونو اړيكې لا وده ومومي ا?? په خاص توګه د تعليم په اړه به مرسته لا زياته شي۔ ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه د تجارت توازن د خپل ګنجائش نه ډېر كم دے دا زياتوالي ته اړتيا لري۔ ده ووئيل مونږ هيله لرو چې په راتلونكو كښې به دا توازن ډېر ښه شي كوم چې به د دواړو هېوادون?? په ګټه وي۔ ده هيله څرګنده كړه چې د س??ود?? سرمايه كار او سوداګر به پاكستان كښې د صنعت ٬ تجارت او سرمايه كارۍ پراخه موقعو څخه ګټه پورته كړي۔ اولس مشر ووئيل د نړيوال اسلامك پوهنتون كاركردګي ډېره ښه ده ا?? په دې لړ كښې د س??ود?? مرسته د ستائنې وړ ده۔ ده ووئيل س??ود?? كښې مېشته پاكستانيانو ته د تعليم غوره اسانيو لپاره د س??ود?? په يو ښار كښې د دې پوهتنون كېمپس جوړول پكار دي۔ په دې موقع د سعودی عرب د تعليم نائب وزیر ح??اد نصیر اے المهریج ووئيل س??ود?? به پاكستان كښې د تعليم ودې لپاره خپله بشپره مرسته او ملاتړ دوامدار ساتي۔ ده ووئيل س??ود?? د پاكستان زده كوٶنكو لپاره د شكالرشپس شمېره 580 ته رسولې ده۔