اسلام آباد 11 اپرېل (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن وئېلي دي چې د سوئېلي آسيائي منطقې ستونزې يو ډول دي٬پھ مشوره او په شريكه مرسته د جامع حكمت عملۍ د لارې پھ چېلنجونو قابو موندل كېدې شي٬په ??نطقه كښې د روغتيا او صفائۍ آسانې هر يو تن ته رسولو لپاره كنفرنس كول د ستائنې وړ اقدام دې۔ده دا خبرې د شورو په ??رځ پھ سوئېلي آسيا كښې د روغتيا او صفائۍ په ??وضوع د كنفرنس پرانستې غونډې ته د وېنا كولو په ??هال وكړې۔اولس مشر ووئيل چې په دې حقيقت كښې هېڅ شك نشته چې دا د آسيا پیړۍ ده او سوئېلي آسيا د دې منطقې زړه دې۔ټوله نړۍ د دې منطقې نه هيلې لري٬اقتصادي لارې د بېلا بېلو منطقو ترمينځه فاصلې كمولو سره د سيمه ايز پرمختګ او خوشحالۍ د يو نوې دور بنياد ايخې۔??ه ووئيل چې د منطقې د اولس خېرښېګړی او د معيشت بهترۍ لپاره ضروري ده چې د سوئېلي آسيائي هېوادونو په ??احول كښې نوره بهتري هم راشي۔اولس مشر ووئيل چې په ??ړۍ كښې هغه قامونه او منطقې د خوشحالۍ منزل ته رسي كوم چې د خپل اولس د ژوند معيار لوړ كړي۔د نړۍ د ډېرو منطقو نه معلومېږي چې بېلا بېلو هېوادونو خپل اختلافات يو خوا ته كولو سره په خوشحالۍ سره يو بل سره مرسته كړې بايد مونږ هم داسې وكړو كه چرته د منطقې هېوادونو پھ خپلو وړو ستونزو د قابو موندلو طريقه زده نه كړه نو د دې آغېز به په راتلونكو نسلونو وشي۔??ه ووئيل چې په ??اكستان كښې د تېرو دريو لسيزو په ??هال د روغتيا او صفائۍ پھ اړه ډېر پرمختګ شوې٬زه خوشحاله يم چې داسې كاميابۍ سري لنكا او مالديپ هم ترلاسه كړی دي او په دې ?? مباركۍ حق دار دي۔اولس مشر پھ دې موقع د موسمياتي بدلون وفاقي وزير مشاهد الله خان هڅې هم وستائېلې۔دستورې ته د موسمياتي بدلون وفاقي وزير مشاهد الله خان هم وېنا وكړه۔پھ دې كنفرنس كښې د سوئېلي آسيائي هېوادونو وزيران٬پوهان او استازي ګډون كوي۔افغانستان٬بنګله دېش٬بهوټان٬هند٬مالديپ٬نيپال٬پاكستان او سري لنكا د سېنېټېشن په اړه د سوئېلي آسيائي كنفرنس غړي دي او په ??ر هېواد كښې دا كنفرنس وار پھ وار كېږي