اسلام آباد۔ 09 مارچ (اے پی پی) خ??رج?? وزير خواجه محمد آصف قامي اسمبلۍ ته وئيلي دي په ګرده نړۍ كښې د مېشته پاكستانيانو خېر ښېګړې له د کمیونټی وېلفیئر دفترونو شمېره زياتولې شي۔ د سپېن په زندانونو كښې بند 177 پاکستانیان هېواد ته راوستلو له به حكومت خپل كردار ترسره كوي۔ د جمعې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د پوښتنو دمې په مهال د طاهر اورنګزېب د پوښتنې په ځواب كښې د خ??رج?? وزارت لخوا قامي اسمبلۍ ته په تحريري توګه ووئيل د سپېن په زندانونو كښې د پاكستانيانو بنديوانو شمېره 177 ده۔ خ??رج?? وزير خواجه محمد آصف د ضمني ??وښتنې په ځواب كښې ووئيل مونږ هڅې كوؤ چې په كوم هېواد كښې د پاكستاني ??ګړو شمېره زياته ده دغلته د کمیونټی وېلفیئر دفترونو شمېره زياته كړې ش?? دغسې چې بهر هېوادونو كښې د مېشته پاكستاني ??ګرو ګيلې لرې كړې شي۔ ده ووئيل د سپېن په زندانونو كښې د بنديوان 177 پاكستانيانو ډي پورټ كولو له به ګامونه پورته كولې شي۔ ده وئويل دا خبره سمه ده چې دې ځائې څخه د نشائي توكو قاچاق كولې شي۔ ده ووئيل اینټی نارکوټکس بايد د قاچ??ق مخنيوي له فعاله ګامونه پورته كړ?? دغسې چې قاچاقبر دلته ونيولې شي او هغوي بهر هېوادونو كښې د پاكستان د بدنامۍ سوب جوړ نه شي۔ د ساجد نواز د پوښتنې په ځواب كښې خ??رج?? وزير ووئيل سعودی عربستان كښې دا مهال 26 څ??ه تر 27 لکهھ پاکستانیان مېشته دي۔ پاكستاني ??ګړي د سعودي عربستان زندانونو كښې د اقامې يا چېك كېش نه كېدو په سوب بند دي۔ ددې مسئلو حل له په سعودي عربستان كښې د كميونټي وېلفيئر دفترونو شمېره زياتولې شي