اسلام آباد 27 فروري (اے پي پي) د پاكستان مسلم ليګ(ن)د اطلاعات مركزي سې??تر مشاهد الله خان وئېلي دي محمد ن??از شريف تل د پاكستان د بقاﺀ او جمهوريت د بحالۍ جنګ كړې٬د مارچ په 6مه نېټه به د جنرل كونسل غونډ?? كښې د محمد شهباز شريف ?? مستقل صدر جوړولو منظوري وركړې شي٬محمد ن??از شريف تل د عدليې د پريكړو ملاتړ كړې٬ده په هېواد كښې د عدليې د بحالۍ تحريك چلولې ؤ٬اوس به د عدل د بحالۍ تحريك چلولې شي٬عمران خان د سول نافرمانۍ تحريك چلولې خو د هغه په ضد هېڅ كاروائي ونه كړی شوه٬طاهر القادري د كاناډا نه راشي او پاكستان ولړزوي خو د هغه نه څوك پوښتنه كوونكې نشته۔ده دا خبرې د ن??ې په ورځ ?? مسلم ليګ(ن)د مجلس عامله د غونډې نه پس خبريالانو سره په خبرو كښې وكړې۔مشاهد الله خان ووئيل نن ?? مسلم ليګ(ن)د تاريخ مهمه غونډه شوې چې پكښې محمد شهباز شريف لنډ مهاله صدر او محمد ن??از شريف تاحيات قائد ن??مولې شوې۔ده ووئيل د مارچ په 6مه نېټھ به د اسلام آباد په كنونشن سنټر كښې د جنرل كونسل غونډه كېږي چې پكښې به د محمد شهباز شريف ?? مستقل صدر جوړولو منظوري وركولې شي۔ده ووئيل مسلم ليګ(ن)به د هېواد خوشحالۍ او پرمختګ لپاره خپل كردار ترسره كوي۔ده ووئيل چوهدري نثار نن هم ?? مسلم ليګ(ن)كاركن دے٬مشاهد الله خان ووئيل عمران خان د سول نافرمانۍ تحريك چلولې خو د هغه په ضد هېڅ كاروائي ونه كړی شوه٬طاهر القادري د كاناډا نه راشي او پاكستان ولړزوي خو د ده نه څوك پوښتنه كوونكې نشته