اسلام آباد 20 دسمبر (اے پي پي) د پارلمان غړو د قائداعظم محمد علي جناح سياسي هڅو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي كه قائداعظم نه و نو د نيمې وچې د م??لم??نانو د خپل وطن خوب به تعبير نه ؤ موندلې٬ بايد مونږ هڅې وكړو چې د قائداعظم د افكارو او نظرياتو له مخې پاكستان يو اسلامي فلاحي جمهوري هېواد جوړولو لپاره خپل كردار ترسره كړو۔ د شورو په ورځ اے پي پي سره په خبرو كښې د كېډ دوهم وزير طارق فضل چوهدري ٬ د تحريك انصاف د قومي اسمبلې غړي كرنل ﴿ر﴾ اميرالله مروت٬ د پاكستان پيپلز ګوند سناتور رحمان ملك٬ د مسلم ليګ ﴿ن﴾ د قومي اسمبلې غړي ثقلېن شاه ب??ار?? او د تحريك انصاف سناتور شبلي فراز ووئيل قائداعظم يو مترقي٬ جديد اسلامي رياست جوړول غوښتل۔ كرنل ﴿ر﴾ اميرالله مروت ووئيل قائداعظم د نيمې وچې لويه هستي وه٬ كه قائداعظم محمد علي جناح نه و نو زمونږ خوږ پاكستان به هم نه و۔ بايد مونږ د قائداعظم لارښونكي اصول عملي كړو او داسې پاكستان جوړ كړو چې د كوم خوب چې قائداعظم محمد علي جناح ليدلې و۔ سناتور رحمان ملك ووئيل كه قائداعظم نه و نو پاكستان به نه و او مونږ به پاكستانيان نه وو۔ ??ه ووئې?? پاكستان قائداعظم جوړ كړے۔ مونږ له د قائد په اصولو عمل كولو سره پاكستان يو خوشحاله او مستحكم هېواد جوړول دي۔ د هغه وژن نظر انداز كولو سره مونږ د پاكستان د ترلاسه كولو مقصد ته نزدې نشو ورتللې٬۔ د مسلم ليګ ﴿ن﴾ د قامي اسمبلې غړي ثقلېن شاه ب??ار?? ووئيل قائد د نيمې وچې م??لم??نانو ته يو واضح فكر او سوچ وركړو۔ په خپلو هڅو ئې د نيمې وچې م??لم??نانو ته يو پلېټ فارم وركړو۔ ??ه ووئېل هغه وخت په نړۍ كښې يواز ګاندهي د نيمې وچې لارښود ګڼل كېدو خو قائداعظم د خپل س??چ٬ فكر او فلسفې په نتيجه كښې خپل ځان په نړۍ ومنلو۔ د هغه نظريات او افكار نورو قامونو هم خوښ كړل۔ هغه علامه محمد اقبال٬ مولانا ظفر علي خان او نورو م??لم??نانو سره يو ځائ د م??لم??نانو د جلا وطن خوب پوره كړو۔ سناتور شبلي فراز ووئيل د قائداعظم د هڅو په نتيجه كښې د نيمې وچې م??لم??نانو ته جلا وطن په نصيب شو۔ هغه پاكستان يو پروګرېسو ماډرېټ اسلامي رياست جوړول غوښتل۔ د كېډ دوهم وزير طارق فضل چوهدري ووئيل قائداعظم نه يوازې د نيمې وچې بلكې د نړۍ يو نامتو لوي لارښود و۔ هغه يو جمهوري پاكستان غوښتو۔ ??ه ووئيل نن په پاكستان كښې د قائداعظم د نظرياتو بېرغ مسلم ليګ ﴿ن﴾ او د دغې ګوند قائد محمد نواز شريف هسك كړے۔