اسلام آباد 08 نومبر (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي چې جلال آباد كښې د پاكستاني سفارتكار بې دردۍ سره وژنه د افسوس وړ د??۔ افغانس??ان بايد د سفارتكارۍ حفاظت ا?? سيمه ايز امن او استحكام لپاره خپلې ذمه وارۍ په بشپړه ډول ترسره كړي۔ پاكس??ان به دې لړ كښې خپلو وروڼو ګاونډي هېوادونو سره بشپړه مرسته كوي۔ اولس مشر دا خبره ايوان صدر كښې په 107 م نېنشنل مېنجمنټ كورس كښې ګډون كوؤنكو ته خطاب كښې وكړه۔ په دې مهال د نېشنل سكول آف پبلك پالېسي رېكټر عظمت علي رانجھا او د اسټېبلشمنټ سېكتر اسد حياﺀ الدين په شمول نور اعلی چارواكي هم موجود وو۔ اولس مشر ووئيل پاكس??ان افغانس??ان كښې امن او پرمختګ غواړي۔ په دې لړ كښې به افغانس??ان له په پاكس??ان باور كول وي۔ اولس مشر ووئيل زه باور لرم چې په نزدې سباؤن كښې به افغانس??ان د پاكس??ان تر ټولو نزدې ملګرې وي۔ اولس مشر ووئيل آئين د جمهوريت استحكام لپاره زمونږ واضحه لارښودنه كوي۔ د كومې د لارې چې اولس ته دا حق وركړې شوې چې هغوي په آزادۍ سره د خبلې رائې څرګندونه وكړي او د سپېځلې ټاكنو د لارې حكومت جوړ كړي۔ حكومت د ټاكنو عمل ښه جوړولو له د اصلاحاتو منظوري هم وركړې چې ورسره به نظام كښې لا ښه والې راشي۔ اولس مشر ووئيل جمهوريت د ژوند تېرولو يو تګلار دے ددې استحكام لپاره به د ټولنې د لاندې طبقو په كچه ذهن سازي كول وي۔ مونږ له به د خپلو بچو هم تربيه كول وي۔ اولس مشر ووئيل د پاک چین اقتصادی راهدارۍ منصوبه بندۍ كښې د وفاق نه ځانله ټول صوبائي حكومتونه او ادارې شامل دي۔ په دې منصوبه عملدرآمد له د بلوچ اولس او سوداګرې ورورولۍ فعاله نمائندګي موجود ده۔ ده ووئيل د س پېك په روټ كښې به هېڅ بدلون نه راځي۔ دا منصوبه به زياته د بلوچس??ان په ګټه وي۔ ده ووئيل اوس اوس نمل پوهنتون خپل يو كېمپس په بلوچس??ان كښې جوړ كړے دغسې چې د بلوچس??ان زلمو ته چينائي ژبه وښودلې شي كومه بھ چې سباؤن كښې د دوئي پكار راشي۔ اولس مشر ووئيل د فاټا كے پي كے كښې د ضم كېدو په اړه په سياسي كچه اختلاف شته۔ په جمهوري نظام كښې په داسې صورتحال كښې هم د پراخه مشاوارت يو شكل موجود وي ځكه د ويرې هېڅ خبره نشته ولې چې په قامي چارو د بحث او مباحثې په نتيجه كښې زيات ګټور او د عمل وړ وړاندېزونه رامخې ته كېږي۔ په دې مهال اولس مشر د ګډون كوؤنكو د پوښتنو ځوابونه هم وركړل