اسلام آباد 22 ستمبر (اے پي پي) خارجه وزير خواجه محمد آصف وئيلي دي امريكا او د سيمې هېوادونه مقبوضه کش??یر كښې د هند لخوا د بشري حقونو خلاف ورزيو مخنيوي له بايد ??پل كردار ولوبوي۔ د رېډيو پاكستان ترمخه يوه مركه كښې ده ووئيل منطقه كښې امن لپاره پاكستان هند سره په مستقلو بنيادونو مذاكرات غواړي خو دې لپاره به هند له د پولې نه پورې اړخ ته را??ارونكې كاروائۍ بندول وي كو??و كښې چې يو شمېر وګړي مړه او ژوبل شوې دي۔ خارجه وزير ووئيل پاكستان د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ غونډه كښې دا وړاندېز وركړې چې مقبوضه كشمير كښې د شوو بشري حقونو خلاف ورزيو را??ور جوړولو لپاره دې نړيواله اداره خپل يو خاص استازې وټاكي۔ ده وئيل د سوئيلي آسيا منطقه كښې امن لپاره پاكستان د سارك خارجه وزيرانو په كنفرنس كښې هم غږ پورته كړې۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل ګرد هېواد كښې د ترهه ګرۍ تر بشپړه خاتمې به د ترهه ګرۍ په ضد جنګ دوام دار وي۔