پینډۍ 08 ستمبر (اے پي پي) سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه د نورو څلورو خطرناكو ترهه ګرو د مرګ سزا پرېكړه توثيق كړې۔ دا ترهګر پھ وسله وال ځواك٬قانون نافذ كونكو ادارو او امنيتي ځواك بريدونو كښې نيغ په نيغه ككړ وو چې په نتيجه كښې يې د پاك پوځ افسرانو او ځوانانو پشمول 16 كسان شه??دان شوي او 8 ژوبل شوي وو۔تراوسه 23 ترهه ګرو ته د پوځي عدالتونو د اړخه سزا ګانې وركړې شوي۔د آئي اېس پي آر له مخې رياض حسېن د ده تعلق كالعدم تنظيم سره وو هغه پھ وسله وال ځواك او قانون نافذ كونكو ادارو بريدونو كښې ككړ وو چې په نتيجه كښې يې 8 افسران٬پوځي ځوانان او 5 پوليس اهلكار شه??دان شوي وو۔ دا ترهګر د پرائمري سكول په تباه كولو كښې هم ككړ وو۔د مجسټرېټ په وړاندې د جر?? په اعتراف كولو پوځي عدالت ده ته د مرګ سزا اورولې وه۔حفيظ الرحمان د ده تعلق هم د كالعدم تنظيم سره وو هغه د درې وګړو په قتل كښې ككړ وو د مجسټرېټ په وړاندې د جر?? په اعتراف كولو هغه ته د مرګ سزا اورولې شوې وه۔محمد سليم د ده تعلق د كالعدم تنظيم سره وو٬په وسله وال ځواك او په قانون نافذ كونكو ادارو بريدونو كښې ككړ وو چې په نتيجه كښې يې څلور پوځي ځوانان شه??دان شوي او ځينې نور ژوبل شوي وو٬ د مجسټرېټ په وړاندې د جر?? په اعتراف كولو ده ته د مرګ سزا اورولې شوې وه۔كفايت الله د ده تعلق هم د كالعدم تنظيم سره وو دے په وسله وا??و ځواكونو بريدونو كښې ككړ وو چې په نتيجه كښې يې د پاك پوځ يو ځوان شه??د شوې او دوه اهلكار ژوبل شوي وو او د مجسټرېټ په وړاندې د جر?? په اعتراف كولو ده ته د مرګ سزا اورولې شوې وه